کابل ټکی کام (شنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې ښار کې د مقاومت ځواکونو په یوه مهم پرمختګ کې د حي الزیتون سیمه په بشپړه توګه نیولې ده.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، له څو ورځو سختو جګړو وروسته مقاومت ځواکونه وتوانېدل، چې د صهیونیستي پوځ پاتې قطعې له سیمې وشړي او پر ټولو مهمو ځایونو کنټرول ترلاسه کړي.
سرچینې زیاتوي چې په سیمه کې د صهیونیستي ځواکونو ګڼې شوبلې او پوځي وسایط ویجاړ شوي او ګڼ شمېر عسکر وژل شوي یا ټپیان دي. همدارنګه ځینې صهیونیستي عسکر د مقاومت ځواکونو له لوري ژوندي نیول شوي دي.
د یاد پرمختګ په تړاو د مقاومت سرچینو ویلي، چې د حي الزیتون بشپړ نیول د مقاومت د بریا او د اشغالګرو د ناکامۍ څرګند ثبوت دی.


















