جنرال یحیی سریع: د غزې له ولس او مقاومت سره تر وروستۍ سلګۍ ولاړ یو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د غزې له مظلوم ولس او مقاومت سره به تر وروستۍ سلګۍ ولاړ یو.

نوموړي، چې تېره ورځ یې د غزې په ملاتړ میلیوني لاریون او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارکې زوکړې د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله ټینګار وکړ، چې یمن د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو قضیه نه بولي، بلکې د ټول اسلامي امت ګډه قضیه او مقدس مسؤولیت ګڼي. د هغه په خبره د غزې د ملاتړ په برخه کې یمن د هر ډول قربانۍ لپاره چمتو دی او د اشغالګرو پر وړاندې به د مقاومت تر څنګ ولاړ وي.

هغه زیاته کړه چې د صهیونیستي رژیم جنایتونه، د ښځو او ماشومانو شهیدانول، د ښارونو ورانول او د خلکو محاصره به د مسلمانانو د ارادې ماتولو پر ځای د هغوی د ایمان او مقاومت روحیه لا پیاوړې کړي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند په نړیوالو ټولنو او اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې د غزې د محاصرې د ماتولو او د فلسطین د آزادۍ لپاره عملي ګامونه پورته کړي، ځکه د ده په وینا، د امت سکوت به د تاریخ په پاڼو کې د خیانت په نامه ثبت شي.

سریع څرګنده کړې: “موږ په غزه کې د مقاومت او مظلوم ولس ترڅنګ ولاړ یو، او زموږ ملاتړ به تر هغه دوام ولري څو، چې فلسطین په پشپړه توګه خپلواکي نه وي ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button