کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس یو ځل بیا په څرګند ډول ویلي چې د تلپاتې اوربند او هر ډول سیاسي هوکړې لپاره درې بنسټیز شرطونه لري.
د دغه غورځنګ د چارواکو په وینا، لومړی شرط دا دی چې د اسرائیلي پوځ ټول ځواکونه له غزې تړانګي ووځي او د اشغال فصل پای ته ورسېږي. دویم شرط د غزې د ویجاړ شویو ښارونو، کورونو او عامه تاسیساتو بیا رغونه ده، څو د جګړو او بمبارۍ ځپلي میلیونونه فلسطینیان عادي ژوند ته راستانه شي. درېیم شرط د زرګونو فلسطیني بندیانو بې قید او شرطه خوشې کول دي، کوم چې د اسرائیلي زندانونو کي په سختو شرایطو کې ساتل کېږي.
حماس ټینګار کړی چې د اسرائیلي بندیانو د برخلیک موضوع یوازې هغه مهال مطرح کېدای شي، چې یاد درې شرطونه عملي او تضمین شي. د دغه غورځنګ په وینا، پرته له دې شرایطو هر ډول هوکړه بېمانا او د فلسطیني ولس د قربانیو سپکاوی ګڼل کېږي.
د الجزیرې د راپور له مخې، حماس پر خپلو دریځونو ټینګ ولاړ دی او وايي د فلسطیني ملت وینې او سرښندنې باید د ریښتیني بریا او ازادۍ لامل شي، نه د لنډمهالې سیاسي معاملې.

















