کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اورانوس د ودونو تالار او پارکېنګ شته قراردادونه دې فسخه شي او دغه ساحه دې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړې شي. همداراز د خلیج او ممتاز محل ودونو تالارونه به د قراردادونو د پای ته رسېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د اصولو مطابق تنظیم شي.
په غونډه کې د نظیف مارکېټ، علاوالدین درې لارې د تېلو ټانګ او ظاهر شاهي مارکېټ موضوع هم وڅېړل شوه، چې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوي او له نویو مستأجرینو څخه کرایه اخیستل کېږي.
دغه پرېکړه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لخوا تایید شوې ده.