دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د اکتوبر اوومه؛ د فلسطين د خپلواکۍ څرک

مفتی احسان الله بلال نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
سپتمبر 28, 2025
کټګوریانې: سرمقاله
0
8
ځلې شریک شوی
95
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۳ ميلادي کال د اووم اکتوبر له پېښې وروسته، ټوله نړۍ د صهیونیستي رژیم د وحشیانه بریدونو او د بشریت ضد کړنو ژوندۍ شاهده ده. غزه پر يوه داسې سيمه بدله شوه، چې له نوم سره يې د خلکو ذهن ته وحشت او ظلم راځي، هلته په تېرو دوه کلونو کې لسګونه زره بې‌ ګناه وګړي، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، په بې‌رحمانه ډول شهیدان شول، روغتونونه او ښوونځي بمبار شول او د ژوند بنسټیزې اسانتیاوې په نښه شوې.

سره له دې چې په دې جګړه کې فلسطیني ملت ته پراخ ځاني او مالي زیانونه واوښتل او د حماس ګڼ شمېر مشران شهیدان شول، خو دوی وتوانېدل چې د نړۍ د ډیپلوماټیکو کړکیچونو تر منځ د فلسطین قضیه بیا ژوندۍ کړي. په تېرو څو میاشتو کې ګڼ شمېر هېوادونو په رسمي ډول فلسطین د خپلواک دولت په توګه وپېژانده. دا د فلسطیني ولس د اوږدې مبارزې یوه ستره بریا ده او د یو خپلواک فلسطین د رامنځته کېدو عملي زمینه برابروي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د ملګرو ملتونو په ۸۰ مه سرمشریزه کې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر وینا په مهال د استازو ډله‌ییز وتل، یوازې یو اعتراض نه و، بلکې دا د نړیوال سیاست په تاریخ کې یوه مهمه شیبه وه. د نړۍ استازو په عملي ډول نړۍ ته وښوده چې نور د ظلم د توجیه وخت تېر شوی دی. دا پېښه صهیونیستي رژیم ته د ډیپلوماټیکو محاذونو په کچه ستره ضربه وه، ځکه چې د نړۍ غوڅ اکثریت په ښکاره ډول د فلسطین د خپلواکۍ تر څنګ ودرید.

نن ورځ فلسطین یوازې د یوه جغرافیایي واحد نوم نه دی پاتې، بلکې د بشري ارزښتونو، عدالت او وجدان سمبول ګرځېدلی دی. د فلسطین د آزادۍ مبارزه د نړۍ د ټولې نړۍ ګډ غږ ګرځېدلی او دا روښانه کوي چې ظلم، اشغال او نسل‌وژنه د تل لپاره نشي پاتې کېدای.

په حقیقت کې، د فلسطین د مبارزې پیغام نړیوال دی: هر ملت چې د ازادۍ لپاره قرباني ورکوي، هغه نه یوازې خپل تاریخ لیکي بلکې ټول بشريت ته د ازادۍ درس ورکوي. د فلسطیني ملت بې سارې قربانۍ اوس د نړۍ د وجداني بیدارۍ سرچینه ګرځېدلې ده، او دا د یو خپلواک فلسطین د جوړېدو لپاره تر ټولو قوي تضمین دی.

نن نړۍ د دې غوښتنه کوي چې فلسطین باید خپلواک دولت شي، ځکه دا یوازې د فلسطین د خلکو حق نه دی، بلکې د نړیوال عدالت یوه اړتیا ده. د فلسطین قضیه نور یوازې د منځني ختیځ موضوع نه ده، بلکې د ټولې نړۍ قضيه ده.

په دې حساسو شرایطو کې د نړۍ د مسلمانانو او د بشري ټولنو دنده ده، چې د فلسطین د آزادۍ غږ لا پیاوړی کړي او د نړیوالو محاذونو له لارې د یو خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ وکړي. د اقتصادي او سیاسي فشارونو له لارې صهیونیستي رژیم د خپلو جرمونو د پای ته رسولو لپاره اړ کړي.
د غزې خلکو ته بشري مرستې ورسوي، څو د جګړې د درنو زیانونو جبران او د هغوی د مقاومت توان لوړ شي. د رسنیو او عامه ذهنیت په وسیله د فلسطین د مظلوم ولس غږ د نړۍ هر ګوټ ته ورسوي.

لوی ټکي: اووم اکتوبرپيښهخپلواکيځاني او مالي زيانونهدولتفلسطينقضيهمرګ ژوبلهنړۍ
مخکینې مطلب

په بدخشان کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کوکچې پر سیند د ۸۰ متري پُل رغونې چارې پیل شوې

بل مطلب

د نتنیاهو په همغږۍ د "ټرامپ ۲۱-بنده وړاندیز" خپور شو؛ حماس یې منل ناشوني بولي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com