کابل ټکی کام (شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د ټولګټو چارو وزارت په بدخشان ولایت کې د ارګو او شهر بزرګ ولسوالیو ترمنځ د کوکچې پر سیند د یو پُل د جوړولو چارې پیل کړې.
دغه پروژه چې څه باندې ۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري، د برلاس په سیمه کې عملي کېږي.
د ټولګټو وزارت وايي، دغه پُل ۸۰ متره اوږدوالی او ۹.۹ متره سور لري او په کانکریټي ډول به جوړ شي زياتوي د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ارګو او شهر بزرګ ترڅنګ د دروازو د پنځو ولسوالیو اوسېدونکو او مسافرو د تګ راتګ ستونزې حل شي.
د وزارت په وینا، دغه پُل به د بدخشان – تخار لویې لارې د وصل په برخه کې مهم رول ولوبوي او د سیمې د کرنیزو او سوداګریزو توکو د لېږد رالیږد لپاره به اسانتیاوې رامنځته کړي.
















