بغلان کې پنځلس سوه کورنيو ته د برېښنا رسونې پروژه پيل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د بغلان برېښنا ریاست مسئولینو د دوشي ولسوالۍ په کیله ګي سیمه کې د ۲۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې د کارونو پرانېسته کړې ده.

یاده پروژه چې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، د پراختیايي پروژو په لړ کې عملي کېږي او له لارې به یې خلکو ته د لومړي ځل لپاره برېښنا ورسېږي.

د برېښنا شرکت وايي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به نږدې ۱۵۰۰ پېرودونکي په دوشي ولسوالۍ کې د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.

مربوطه مطالب

Back to top button