کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان اعلان کړی، چې د انګور اډې تجارتي لار د شاوخوا دوو کلونو ځنډ وروسته د سوداګرۍ او باروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
نوموړي په ټولنیزه شبکه ایکس لیکلي، چې د دغې لارې پرانیستل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې او تجارتي فعالیتونه نور هم پیاوړي کړي.
یاده لار نږدې دوه کاله د سوداګرۍ پر مخ تړلې وه. خو سرچینې وایي چې اوس هم د دغې لارې له تېرېدونکو موټرو او مسافرو څخه د پاسپورټ غوښتنه کېږي او تر اوسه په بشپړ ډول نه ده پرانیستل شوې.

















