اسرائیلي اشغالګرو د غزې پر لور تلونکي مرستندوی بیړۍ ودرولي او د ځينو بيړيو عمله يې يرغمل کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، اسرائیل اشغالګرو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ ۱۴ هغه بيړۍ درولي چې د فعالانو او بشردوستانه مرستو بار یې غزې ته لېږداوه. خو د بېړیو د تعقیب سیستم ښيي چې لا هم ۲۳ نورې بيړۍ د غزې پر لور په حرکت کې دي.

دې ډلې پرخپله خواله رسنۍ لیکلي، “دا په ښکاره ډول د دې څرګندونه کوي چې اشغالګر په غزه کې د لوږې د دوام او د غزې د څنډې ته کولو لپاره تر کومه بریده مخکې تلی شي. دوی پر یوه سوله‌ييز ملکي ماموریت ځکه برید وکړ چې غزې ته په بریالیتوب سره د مرستو رسول دوی ته د خپلې کلابندۍ ناکامي برېښي.”

د اسرائيل بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ‘جي‌اېس‌ایف’ ډلې کښتې یې “په خوندي ډول درولې” دي او پکې سپاره کسان یې د اسرائيلو اړوند یوه بندر ته لېږدولي.

د «صمود نړیوال بیړۍ» په نوم کاروان، چې له ۴۰ څخه زیاتو بېړیو او شاوخوا ۵۰۰ کسانو—په کې د پارلمان غړي، وکیلان او فعالان شامل دي—جوړ شوی، د خوراکي توکو او درملو د لېږد لپاره غزې ته د تګ په حال کې و.

مربوطه مطالب

Back to top button