اسلام آباد واشنګټن ته:فلسطین د امت ګډ درد دی هېڅ طرحه باید له اسلامي هېوادونو سره له مشورو پرته مطرح نه شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ تله، ۱۴۰۴ل)

اسلام‌اباد وایي، چې د امریکایي ولسمشر ټرمپ د غزې په اړه هغه طرحه چې اوس یې رسنیو ته وړاندې کړې له هغې طرحې سره ډېر توپير لري، چې وړاندې یې د اسلامي هېوادونو استازو ته ښودلې وه.

د پاکستاني چارواکو په وینا، ټرمپ د اسلامي هېوادونو سره په لومړنۍ طرحه کې پر ځینو اصولو توافق کړی و؛ خو د هغه تازه څرګندونې له هغو ژمنو سره سمون نه لري.

اسلام‌اباد ټینګار کړی، چې د فلسطین موضوع د ټول امت ګډ درد دی او هېڅ ډول طرحه باید له اسلامي هېوادونو سره له سلا مشورو پرته مطرح نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button