کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې په اړه خپل رسمي غبرګون خپور کړی، چې د غزې جګړې د بندېدو او د اسیرانو د تبادلې په اړه وړاندې شوې وه.
په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې حماس د عربي، اسلامي او نړیوالو هېوادونو هڅو او همدارنګه د ټرمپ د هغو هڅو چې د جګړې د درولو، د مرستو د داخلېدو، د بندیانو د تبادلې او د غزې د اشغال او د ولس د جبري بېځایه کولو د مخنیوي لپاره شوي دي قدرداني کوي.
حماس ویلي، چې د جګړې د پای ته رسېدو او له غزې صهیونیستي اشغالګرو د بشپړ وتلو په صورت کې به د دښمن ټول ژوندي اسیران او جسدونه د ټرمپ د طرحې له مخې تبادله کړي او په خبره یې د تبادلې د تفصیلاتو د څېړلو لپاره سمدستي د منځګړو په وسیله خبرو ته چمتو دي.
بیان کې ټینګار شوی، چې حماس یو ځل بیا چمتو دی، د غزې اداره یوې خپلواکې فلسطینۍ تخنیکي (تکنوکرات) ادارې ته وسپاري، چې د ملي توافق او د عربي او اسلامي هېوادونو د ملاتړ پر بنسټ جوړه شي.
غورځنګ همدارنګه څرګنده کړې، هغه موضوعات چې د ټرمپ په طرحه کې د غزې راتلونکي او د فلسطیني ولس د حقونو په اړه دي، د یوه ملي ټولیز دریځ، نړیوالو قوانینو او پرېکړو پر اساس باید بحث او فیصله شي.

















