اسرائيلي خبريال: حماس په اروپا کې د اسراييلو د ديپلوماسۍ پر وړاندې بريالی اغېز کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د اسرائيلي ورځپاڼې «معاريف» پوځي خبريال آفي اشکنازي ويلي، چې حماس په اروپا کې د اسرائيلو د ديپلوماسۍ پر وړاندې تر ډېره بريالی اغېز کړی دی. نوموړي زياته کړې، نن ورځ په اروپا کې تقريباً هېڅ داسې سړک نه شته چې د فلسطين بیرغ پکې نه رپېږي يا د «فلسطين ازادي» شعارونه پکې نه ليدل کېږي.

اشکنازي ويلي، په ايټاليا، هسپانيا، انګلستان، جرمني او يونان کې د حماس د ملاتړو پراخې مظاهرې ترسره شوې دي، چې دا هر څه د فلسطيني مقاومت د ملاتړ او د اسرائيلي تګلارو پر ضد د اروپايي ولسونو د قهر څرګندونه کوي.

د ده په وينا، دغه روان ولسي خوځښت حماس ته دا توان ورکړی چې د سياسي مبارزې په ډګر کې هم د اسرائيلو پر وړاندې بريا خپله کړي او نړۍ ته د اسرائيلي ديپلوماسۍ د ناکامۍ يو روښانه درس ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button