ترکيې افغانستان ته د ايکو د وزيرانو په ناسته کې د ګډون رسمي بلنه ورکړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د ترکيې له سفير جنک اونال سره په کابل کې ليدلي دي.

د وزارت په وينا، د دې ليدنې پر مهال د ترکيې سفير عزيزي ته د «ايکو» د سوداګرۍ وزيرانو په پنځمه ناسته کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ياده ناسته د روان ۲۰۲۵ کال د نومبر له ۲۴مې تر ۲۶مې نېټې پورې د ترکيې په استانبول ښار کې ترسره شي، چې پکې د اقتصادي همکارۍ د سازمان (ECO) د غړو هېوادونو د سوداګرۍ وزيرانو ګډون به ولري.

سفير اونال همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزير ته بلنه ورکړې، څو د «حلال ۲۰۲۵» نندارتون کې هم برخه واخلي، چې دا نندارتون به د نومبر له ۲۷مې تر ۳۰مې پورې په استانبول کې ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button