د حماس پلاوی د اوربند او بنديانو د تبادلې لپاره مصر ته رسېدلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)
الجزيرې د راپور له مخې، د حماس اسلامي غورځنګ مرستيال مشر خليل الحيه د يوه پلاوي په مشرۍ مصر ته رسېدلی، څو د غزې جګړې د پای ته رسولو په موخه د غيرمستقيمو خبرو بهير پيل کړي. دغه خبرې به د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې پر بنسټ ترسره کېږي.
راپور زياتوي، ټاکل شوې چې د حماس پلاوی نن (دوشنبه، د تلې ۱۴مه) د اسرائيلي رژيم له استازو سره د اوربند، د اسرائيلي ځواکونو د وتلو او د بنديانو د تبادلې په تړاو خبرې اترې پيل کړي.
د يادونې ده، چې دا خبرې د غزې د جګړې له اوږدېدو، پراخ بشري تلفاتو او د نړيوال فشار له زياتېدو وروسته ترسره کېږي، او تمه ده د سولې يوه احتمالي هوکړه ترسره شي.



