کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د حماس د مشروطې موافقې له اعلان وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نيتنياهو ترمنځ تليفوني خبرې شوي، چې له تاوده بحث سره مل وې.
نيتنياهو ټرمپ ته ويلي، د حماس ځواب هېڅ مانا نه لري، خو ټرمپ په غصه ورڅخه غوښتي چې دا د بريا يوه موقع وګڼي او ورته ويلي: «دا يو فرصت دی، ويې منه.»
د راپور له مخې، ټرمپ وروسته په يو بيان کې له اسرائيلو وغوښتل چې پر غزه هوايي بريدونه ودروي، او درې ساعته وروسته نيتنياهو ورته امر صادر کړ.
سرچينې وايي، دواړه لوري د خبرو پر مهال تر يوې مودې تاؤتريخوالي سره مخ شول، خو بالاخره د هوکړې پر سر يوې ګډې نتيجې ته ورسېدل.
د حماس غورځنګ تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د جګړې د پای ته رسولو او د اسرائيلي ځواکونو د بشپړ وتلو په بدل کې د ټولو بنديانو د خوشې کولو لپاره تيار دی، خو د تفصيلي جزئياتو په اړه د خبرو غوښتنه کوي.
ټاکل شوې ده نن (دوشنبه) په مصر کې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د اوربند او بنديانو د تبادلې غيرمستقيمې خبرې د ټرمپ د استازو، سټيو وټکوف او جېرد کوشنر په ګډون پيل شي.