په غزني کې د زردالو بند جیوتخنیک سروې پیل شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۴ل)

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د زردالو بند د جیوتخنیک سروې پیل شوه.

د غزني د والي ویاند عزت‌الله سعیدي وايي، سروې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړه شي، او له هغې وروسته به د بند جوړولو چارې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شي. بند به ۴۱ متره لوړوالی او د ۱۵ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري.

د اوبو او انرژۍ وزارت څرګنده کړې، چې د بند جوړیدو سره به نږدې ۱۱۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او شاوخوا ۸۰۰۰ کورنۍ به یې مستقیمه ګټه ترلاسه کړي. پروژه د سطحي اوبو د مهار او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه عملي کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button