حماس: د شرمالشیخ تړون د سولې پیل دی؛ خو؛ د فلسطینيانو حقونه لا نه دي پوره — یمن: تر پایه به د فلسطین تر څنګ ولاړ یو

کابل (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ ویاند “جهاد طه” وايي، چې د شرمالشیخ په تړون کې د سولې لپاره ګامونه اخیستل شوي؛ خو هغه ټینګار وکړ چې د فلسطینیانو مشروع او اساسي حقونه لا تر اوسه پوره شوي نه دي. په ورته وخت کې د یمن د دفاع وزیر څرګنده کړې چې یمن به تر پایه د فلسطین له خلکو سره ولاړ وي او د هر ډول صهیونیستي دسیسو پر وړاندې به کلک غبرګون وښيي.
طه په یوې تازه وینا کې وویل، «شرمالشیخ تړون د سولې د پیل نښه ده؛ خو که د فلسطین خلکو ته د دوی اساسي حقونه ورکړل نشي، نو دا تړون به بشپړ او پایدار نه وي.» هغه زیاته کړه چې وسلهواله مبارزه د فلسطین د ملت د حق په چوکاټ کې ده او حماس به بهرني فشارونه ونه مني.
د حماس ویاند دا هم وویل چې هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک حل باید د فلسطیني ولس د ملي او حقوقي غوښتنو پر بنسټ وي. هغه په صراحت سره یادونه وکړه چې د اسیرانو، بېرته راستنیدنه او د غزې د بیا رغونې مسایل باید ژر تر ژره حل شي.
په ورته وخت کې د یمن د دفاع وزیر د یوې بیانیې له لارې اعلان وکړ چې یمن به د فلسطین د قضیې ملاتړ ته دوام ورکړي او په سیمه کې د هر ډول «صهیونیستي پلان» پر وړاندې به مناسب او «قاطع» اقدامات وکړي. هغه وویل چې بهرني فشارونه به یمن د دریځ بدلولو ته اړ نه کړي.



