ذبيح‌الله مجاهد: پر سپین بولدک د پاکستان برید د تفاهم خلاف دی؛ موږ د مذاکراتي ټيم د درناوي لپاره غبرګون نه‌دی ښودلی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد ويلي، په داسې حال کې چې د پاکستاني لوري سره په استانبول ښار کې د مذاکراتو درېيم پړاو پيل شوی، د پاکستاني ځواکونو له لوري نن مازيګر يو ځل بيا د سپين بولدک په لور ډزې شوي چې د سيمې خلکو کې يې اندېښنې راپارولې دي.

مجاهد په خپله رسمي اکس پاڼه ليکلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د مذاکراتي پلاوي د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنيوي په خاطر تر اوسه له غبرګون ښودلو ډډه کړې ده.

د مجاهد په وينا، په تېر پړاو مذاکراتو کې دواړو خواوو د اوربند د غځولو او د هر ډول سرغړونې نه کولو هوکړه کړې وه، خو تازه بريدونه دغه تفاهم ته زيان رسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button