د مهاجرینو د کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۲۵۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ويلي، چې پرون چهارشنبه له بېلابېلو پولو ۲۵۰۰ کورنۍ چې شمېر یې ۱۴۹۱۱ تنو ته رسېږي، په اجباري توګه هېواد ته راستنې شوي او اړوند کمېټو له لوري ورته لازم خدمات برابر شوي دي.

راپور کې راغلي، چې یوازې د سپین بولدک له لارې ۱۲۷۴ کورنۍ، د تورخم له لارې ۱۰۴۱، له اسلام کلا ۶۹، د ورېښمو له لارې ۱۶ او د بهرامچې له لارې ۱۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي. دغو کورنیو ته د لېږد، مالي مرستو، درملنې او مخابراتي اسانتیاوو په برخه کې د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت مرستې شوې دي.

د راپور له مخې، په ټولیز ډول ۳۴۴۶ کورنیو ته نغدې مرستې ورکړل شوې، ۳۰۰۵ کورنۍ لېږدول شوې، او له مهاجرینو سره ۲۵۷۷ عدده وړیا سیمکارتونه وېشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button