د کابل د پاکو اوبو د برابرولو ستره پروژه پيل شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷لړم، ۱۴۰۴ل)
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت ويلي، د کابل ښار د پاکو اوبو د تأمين لپاره يوه لويه پروژه پيل شوې ده.
د دې پروژې له مخې به د پنجشېر، شاه او عروس او شاهتوت له بندونو اوبه راايستل او کابل ته لېږدول کېږي.
د ياد شرکت رييس غلام رحمن کاظم وايي، د پروژې د سروې چارې په ۱۷مه، ۱۱مه او ۱۵مه ناحيو کې تر اويا سلنې ډېرې بشپړې شوې دي، او له شاهتوت بند څخه د اوبو د انتقال سروې هم روانه ده.
چارواکي وايي، له پروژې د بشپړېدو وروسته به د کابل ښار ټول اوسېدونکي له پاکو اوبو برخمن شي او د څښاک اوبو کمښت ستونزه به په پراخه کچه حل شي.



