شمالي کوریا د امریکا پوځي خوځښتونه ګواښ بللي او د «مستقیم غبرګون» خبرداری یې ورکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷لړم، ۱۴۰۴ل)
شمالي کوریا د امریکا وروستي پوځي فعالیتونه د خپل هېواد د امنیت لپاره ښکاره ګواښ بللي دي.
د دې هېواد د دفاع وزیر نو کوانګ چول ویلي، چې د امریکا پوځي خوځښتونه په کوریايي ټاپووزمه کې د پیونګ یانګ امنیت ته جدي خطر پېښوي او دا کار د سیمې د ثبات لپاره یوه «خطرناکه سرغړونه» ده.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د پيونګ يانګ دفاع وزیر ویلي چې د امریکا او جنوبي کوریا ګډې هوايي مانورې، د اټومي وړتیا لرونکې بېړۍ راتګ، او د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو سرحدي سیمو ته تګ، د پیونګ یانګ پر وړاندې دښمنانه دریځ څرګندوي.
نو کوانګ چول خبرداری ورکړی، چې هر ډول ګواښ چې د دې هېواد امنیتي کرښې نقض کوي، نو د دوی له لوري به «مستقیم هدف» وګرځي، او زیاته کړې ده چې پیونګ یانګ چمتو دی د هر ډول برید په وړاندې دفاعي او بریدیز اقدام وکړي تر څو خپل ملي امنیت او سیمه ییز ثبات وساتي.



