د روزګان په چنارتو کې ۳ پوستې طالب وسله والو ته لاسته ورغلي دي

کابل ټکی کام ۲۵وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د روزګان په چنارتو ولسوالۍ کې طالب وسله والو د امنیتي ځواکونو ۳پوستې تر سختو بریدونو لاندې راوستې.

د برید په پای کې امنیتي ځواکونه د یو څه جګړې وروسته وتښتېدل، چې یادې ۳واړه پوستې طالب وسله والو ته لاسته ورغلې.

ځایي خلک وايي چې په پوستو کې له امنیتي ځواکونو څخه پاتې ۳ثقیلان، ۳راکټ لانچر، ۱۰۰کلاشنکوفونه او ګڼ شمېر نور مهمات طالب وسله لاسته ولوېدل.

دوی وایي چې د یادو درې واړو پوستو په نیولو سره طالب وسله وال د سره رود، چلبي او سیاه خار سیمو کې په ازادانه ډول تګ راتګ کوي.

په یو بل تر لاسه شوي خبر کې ویل شوي چې د دغې ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ مرکز اوس د طالب وسله والو له سختو بریدونو لاندې دی، چې یو ماموریت او د بازار څه حصه یې نیولې ده.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button