امريکا کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۳ تنه وژل شوي دي
کابل ټکی کام ۲۵وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د امريکا د الاسکا ايالت په جنوب کې د يوې کوچنۍ الوتکې لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.
پېښه د دې ايالت په اليامنا سيمه کې رامنځته شوې ده.
د کالفورنيا د عامه امنيت چارواکو ويلي دي، چې د ژغورنې ټيم په فوري توګه د پېښې ځای ته رسېدلی و، او د پېښې د ۳ نورو ټپيانو مرسته یې کړې ده.
د الاسکا د هوايي ځواک يو چارواکي اډورډ ايګرټون رسنيو ته ويلي دي، چې پېښه کې ۷ تنه ژغورل شوي هم دي.
د هغوی په وينا د الوتکې د لوېدو سبب لا نه دی معلوم شوی.



