د روزګان دهراود کې ۲تنو امنیتي سرتېرو د قمندان په شمول خپل ۶تنه ملګري ووژل
کابل ټکی کام ۲۵وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د روزګان له دهراود ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې بېګاه شپه ۲ تنو امنیتي سرتېرو د زرتالي په سیمه کې په خپله پوسته کې په مېشتو ملګرو ډزې وکړې.
ځایي خلک وايي چې په دې برید کې د قمندان صالح محمد په شمول ۶تنه نور امنیتي سرتیري ووژل شول.
دوی وایي چې له برید څخه وروسته یادو ۲تنو له خپلو ملګرو څخه یو ثقیل، ۲۰۰۰ د ثقیل او ۱۵۰۰ د کلاشنکوف مرمۍ او نور مهمات تر طالب وسله والو پورې ورسول.
د ځایي خلکو پر وینا چې د قمندان صالح په پوسته کې مېشتو امنیتي سرتېرو د ملکي وګړو په وژلو کې لوی لاس درلود.



