کاناډا د سوریې د هیئت تحریر الشام ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه لرې کړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د کاناډا د بهرنیو چارو او عامه خوندیتوب وزارتونو د هیئت تحریر الشام ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه لرې کړې ده. کاناډایي چارواکي وايي چې دا پرېکړه یې د بریتانیا او امریکا په ګډون د خپلو متحدینو له وروستیو پرېکړو سره سمه کړې ده.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اناند ویلي چې د بشارالاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته په سوریه کې رامنځته شوي بدلونونه د ستاینې وړ دي او هېواد یې د سوریې د خلکو د هوسا راتلونکي لپاره ملاتړ کوي.
کاناډا د هیئت تحریر الشام پر وړاندې پراخ بندیزونه لګولي وو، خو د دې نوي اقداماتو له مخې د دې ډلې پر وړاندې محدودیتونه کم شوي ترڅو د سوریې د نوي حکومت سره همکاري اسانه شي.
دغه راز، کاناډا ویلي چې د اسد د رژیم پر پخوانیو چارواکو او د هغه د کورنۍ پر ۵۶ غړو ته یې لا هم بندیزونه لګولي دي.
کاناډا سوریه په ۲۰۱۲ کال کې د “ترهګرو ملاتړو هېوادونو” په لست کې شامل کړې وه، چې د بشارالاسد د رژیم د ډیموکراتیکو اعتراضونو د سخت سرکوب له امله په کورنۍ جګړه کې د سوریې وضیعت ګډوډ او پيچلی شوی و.



