قطر او مصر: د غزې سولې لپاره دې اسراییلي پوځیان ووځي او نړیوال ځواکونه دې ځای پر ځای شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
قطر او مصر د غزې د سولې پلان د پليکېدو لپاره پر دې ټینګار کړی، چې اسرایيلي ځواکونه باید له غزې څخه بشپړ توګه ووځي او هلته دې یو ثبات ساتونکی نړیوال ځواک ځای پر ځای شي.
یاد دریځ د دوحې فورم په غونډه کې وړاندې شوی، چې د امریکا او ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن دی او تر ډېره یې جګړه راکمه کړې؛ خو ښکېلې خواوې لا هم د لومړي اقدام د ځواکونو وتلو او د ثبات ساتونکي ځواک د پرځای کولو پر څرنګوالي هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني غونډې ته ویلي: «وخت ډېر حساس دی او تر هغه چې ټول اسراییلي ځواکونه له غزې ونه وځي، اوربند به په بشپړ ډول پلی نه شي او سوله به ټینګه نه شي.»
د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي هم په غونډه کې ټینګار کړی، چې نړیوال ثبات ساتونکی ځواک باید ژر تر ژره ځای پر ځای شي، ځکه چې د هغه په وینا اسراییلي رژیم هره ورځ د اوربند له شرطونو سرغړونه کوي.



