بلخ کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پلاستیکي بوجیو او تارونو فابریکې په فعاليت پيل وکړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د بلخ ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې د پلاستیکي بوجیو او تارونو نوې فابریکه د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول يې په فعاليت پيل وکړ.

مسولين وايي ، دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰ ټنه تولید ظرفیت لري او ټاکل شوې چې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به په پرله‌پسې توګه تولیدات وړاندې کړي.

د فابریکې عمومي مدیر محمد عاصم انصاري وایي، د دې پروژې په فعالېدو سره نږدې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د تولید د کچې په لوړېدو سره به نورې دندې هم رامنځته شي.

د بلخ والي محمد یوسف وفا د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې د هېواد اقتصادي ثبات د حکومت لومړیتوب دی او د هرې نوې فابریکې فعالېدل سیمه‌ییز اقتصاد پیاوړی کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button