خالد مشعل: اسلامي هېوادونه دې له اسرائیلو سره اړیکې پرې کړي او د قدس لپاره دې ګډ دریځ خپل کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ مرستیال مشر خالد مشعل له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې له صهیونیستي رژیم سره د اړېکو عادي کول رد کړي او د قدس له قضيې د ملاتړ لپاره ګډه ستراتیژي جوړه کړي.
مشعل دا څرګندونې د «قدس لپاره میثاق» تر نوم لاندې کنفرانس ته په وینا کې کړې دي، چې پکې یې ټینګار کړی، چې د الاقصی روانه جګړه یوازې یوه سیمهییزه جګړه نه، بلکې د قدس، فلسطیني ملت او ټول اسلامي امت د ازادۍ لپاره یو جهادي حرکت دی.
نوموړي اسلامي هېوادونو ته په خطاب کې ویلي، چې اوس د یووالي او واحد دریځ نیولو وخت دی، څو د صهیونیستي یرغل پر وړاندې ګډ اقدام وشي.
مشعل همداراز له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د قدس مبارکې قضیې ته لومړیتوب ورکړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره سیاسي، دیپلوماتیک، ټولنیز او اقتصادي فشارونه زیات کړي.



