روسيه کې افغان سفير د نړیوال اقتصادي او پانګونې فورم کې پر سوداګریزې همکارۍ خبرې وکړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
په روسیه کې د اسلامي امارت لوی سفیر، مولوي ګلحسن حسن، د «دوم تاوریچسکي» نړیوال اقتصادي او پانګونې فورم کې ګډون وکړ.
د افغانستان سفارت په روسیه کې وویل چې په دې غونډه کې د روسیې تازه یو ځای شوي سیمو والیانو د خپلو اقتصادي ظرفیتونو او پانګونې فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د خرسون والي، ولادمیر سلدو، په وینا کې وویل چې دوی چمتووالی لري ترڅو زراعتي محصولات، په ځانګړي ډول غنم، افغانستان ته صادر کړي.
په ورته مهال، د افغانستان سفیر په روسیه کې د کابل او مسکو ترمنځ د صادراتو، وارداتو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.



