د سوریې حکومت د پخواني رژیم پر لوړپوړو چارواکو د قصاص حکم عملي کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د سوریې قضایي بنسټونو اعلان کړی، چې د پخواني رژیم د لوړپوړو چارواکو پر ضد د قصاص د حکم لومړنۍ مرحله عملي کوي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د بشار الاسد د رژیم له مهمو څېرو څخه وسیم اسد، محمد کنجو حسن، ابراهیم حویجه، ریاض یوسف، احمد حسون او ۸۰ نور کسان چې د درنو جنایتونو مرتکب بلل شوي، د قصاص سزا به ورکړل شي.

سرچینه زیاتوي، چې د قصاص دغه حکم به د روان میلادي کال د دسمبر په ۸مه نېټه د دوشنبې په سهار ترسره شي، چې د پخواني رژیم د سقوط له لومړۍ کلیزې سره برابر ده.

د سوریې قضایي چارواکو ویلي، دا پرېکړه د هغو دوه میلیونه شهیدانو، زرګونو تری تم شویو او لسګونه زره یتیمانو د حقونو د اعادې لپاره عملي کېږي، چې د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره یې قرباني ورکړې ده.

دوی ټینګار کړی، چې د عدالت د تامین لړۍ به دوام لري او له جنایتکارانو سره به قانوني حساب کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button