زېلینسکي: امریکا دې پوتین هم ونیسي څو خپل ځواک نړۍ ته وښيي

کابل ټکی کام (سهشنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د اوکراین ولسمشر “ولادیمیر زېلینسکي” ویلي، چې امریکا باید د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” هم ونیسي او نړۍ ته وښيي چې دوی څومره ځواک لري.
زېلینسکي د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول یو تاریخي او مهم ګام بللی او ټینګار یې کړی، چې د مادورو په څېر باید پوتین هم د نړیوالو قوانینو پر بنسټ محاکمه شي.
نوموړي ویلي، چې پوتین د نړیوالې سولې او ثبات پر ضد لوی تهدید دی او د هغه نیول به د نړۍ ټولو ظالمو مشرانو ته یوه جدي پېغام وي.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د جنګي مجرمینو پر وړاندې دې واحد دریځ خپل کړي او دا دې یقیني کړي چې هېڅ ځواکمن کس له حساب ورکولو معاف نه پاتې کېږي.



