ولسمشر ټرمپ: د وینزوېلا تیل نور یوازې د هغوی نه، بلکې د امریکا هم دي

کابل ټکی کام (سه‌شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د وېنزوېلا د نیولو لپاره یې کلونه هڅې کړې، چې اوس یې پایله څرګنده شوه.

نوموړي ویلي: «موږ به اوس د وېنزوېلا له تیلو او نورو قیمتي زیرمو ګټه واخلو، ځکه دا یوازې د وېنزوېلا نه، بلکې د امریکا هم دي.»

ټرمپ ټینګار کړی، چې له دې وروسته به امریکا د وینزوېلا پر طبیعي شتمنیو، په ځانګړي ډول د تیلو پر پراخو زېرمو، مستقیم لاسرسی ولري.

د هغه په وینا، دا یو ستر بری دی چې د امریکا اقتصاد ته به اوږدمهاله ګټه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button