کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د سوډاني پوځ ویاند «نبیل عبدالله» وایي، د ملکیانو د خوندیتوب او د تلفاتـو د کمولو په هدف یې د پلازمېنې «خرطوم» له ځینو سیمو شاتګ شوی دی.
نوموړي ویلي، چې چټک ملاتړ ملېشو له ملکي سیمو څخه د جګړې لپاره کار اخیستی، او پوځ نه غواړي عام وګړي د جګړې قربانیان شي، نو ځکه یې تاکتیکي شاتګ وکړ.
عبدالله ټینګار کړی، چې پوځ به بېرته له لاسه ورکړې سیمې ونیسي او د هېواد بشپړ حاکمیت به تأمین کړي.
په ورته مهال، ځایي سرچینې وایي، چې د شخړې له امله د ښار په بېلابېلو برخو کې پراخ مالي-ځاني زیانونه اوښتي او خلک له خپلو سیمو د تېښتې په حال کې دي.















