کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې په وينا يې یاد کانال د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړ شوی او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
مسوولين زیاتوي، چې دغه کانال د شینوارو ولسوالۍ د «دهن کفشان» کلي په مربوطاتو کې رغول شوی او ټول اوږدوالی یې ۶۰۰ متره دی.
د راپور له مخې، له دې کانال څخه به ۳۵۰ کورنۍ ګټه واخلي او سلګونه جریبه ځمکه به پرې خړوبه شي، چې د سیمې د کرنې پیاوړتیا او د خلکو د معیشت ښه کېدو ته به زمینه برابره کړي.















