لبنان؛ صهیونیستي اشغالګرو د حزب الله او حماس پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه‌شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د لبنان په ځینو سیمو کې ترهګر صهیونیستي رژیم هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د حزب الله او حماس اسلامي حرکت څو مرکزونه ویجاړ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې مرګ‌ژوبله هم رامنځته شوې؛ خو دقیق شمیر یې لا نه دی څرګند شوی.

سرچینې زیاتوي، چې حزب الله اسلامي غورځنګ یې په ځواب کې د دفاع لپاره چمتووالی نیولی او د نورو احتمالي بریدونو پر وړاندې یې خبرداری یې ورکړی دی.

دغو بریدونه د لبنان امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کړی او په سیمه کې یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندیښنې رامنځته کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button