ایراني چارواکي: د لاریونونو پر مهال ۲۰۰ وسله‌وال نیول شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د لاریونونو پر مهال ۲۰۰ داسې کسان نیولي، چې د لاریونونو مشري یې کوله او له ځان سره یې وسلې او چاودېدونکي مواد درلودل.

د راپورونو له مخې، نیول شوي کسان په تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو لخوا هغه مهال ونیول شول، چې هڅه یې کوله د خلکو سوله‌ییز لاریونونه په تاوتریخوالي بدل کړي.

ایراني چارواکو دغه نیول شوي کسان «ترهګر» بللي او ادعا کوي، چې یاد کسان د بهرنیو هېوادونو له لوري تمویلېدل او د هېواد د ناامنۍ لپاره روزل شوي وو.

سرچینې وایي، وسله‌والو لاریونوالو د جمعې په ورځ د ځینو دولتي تاسیساتو، عامه شتمنیو او امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه هم کړي وو.

چارواکي وايي، له نیول شویو کسانو څخه پلټنه روانه ده او ډېر ژر به یې نور جزئیات له خلکو سره شریک شي.

مربوطه مطالب

Back to top button