د تهران- انقرې ګډ استخباراتي عملیات؛ ایران ته د PJAK ډلې د ننوتلو هڅه شنډه شوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې او ایران استخباراتي ادارو په ګډو هڅو هغه وسله‌واله هڅه شنډه کړې، چې د PJAK ډلې اړوند وسله‌والو غوښتل د ایران خاورې ته داخل شي.

دا ډله د امریکا او اسراییلو له ملاتړ برخمنه بلل کېږي او موخه یې د ایران لوېدیځو سیمو ته ناامنۍ پراخول دي.

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې (MIT) دقیقو څارنو او تخنیکي ارزونو د یادې ډلې خوځښتونه کشف کړي، د هغوی مسیرونه او موقعیتونه یې تثبیت کړي او د «بیړني استخباراتي خبرداري» تر عنوان لاندې یې له ایران سره شریک کړي دي.

ایراني چارواکي وایي، چې د معلوماتو ترلاسه کېدو سره سم د سپاه پاسداران ځواکونو په ایلام او کرمانشاه ولایتونو کې پر PJAK وسله‌والو عملیات وکړل او د تېښتې لارې یې پرې بندې کړې.

د راپورونو له مخې، د یادې ډلې ګڼ شمېر غړي وژل شوي او نور یې له ماتې سره مخ شوي دي.

د سرچینو په وینا، وسله‌والو غوښتل د شپې له‌خوا د عراق له خاورې ایران ته داخل شي؛خو پر وخت همغږي، د ترکیې له خوا استخباراتي همکاري او د ایران چټک عکس‌العمل دا هڅه شنډه کړه.

کارپوهان دا عملیات د ایران او ترکیې ترمنځ د استخباراتي همغږۍ څرګند ثبوت بولي او وایي، دا پېښه هغو ډلو ته واضح پیغام دی، چې د بهرنیانو د ملاتړ پر مټ د سیمې د بې‌ثباته کولو هڅې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button