په خاص کونړ کې راستنو شویو کورنیو ته د ځمکو د نومرو وېش لړۍ پيل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې له کډوالۍ راستانه شویو کورنیو ته د استوګنې لپاره د ځمکو د نومرو د وېش لړۍ رسماً پيل شوه.

د کور او ښار جوړولو وزیر، نجیب‌الله حیات حقاني ویلي، هره هغه کورنۍ چې د کډوالۍ رسمي فورمه ولري، د پنځو بیسوو په اندازه ځمکه به ورته ځانګړې شي او د سرپناه په جوړولو کې به ورسره همکاري هم کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په کونړ کې د مهاجرینو ښارګوټی پر ۳۷۴ جریبه ځمکه طرحه شوی چې د ۵۹۰ کورنیو د استوګنې ظرفیت لري.

د ده په وینا، د یادې پروژې موخه د راستنو شویو کورنیو لپاره د منظم استوګنځای برابرول او د هغوی د بیا مېشتېدو بهیر اسانه کول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button