امریکا خپلو وګړو ته له وینزویلا د سمدستي وتلو سپارښتنه وکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په وینزویلا کې امنیتي وضعیت لا هم بېثباته دی او له نړیوالو الوتنو د بیا پیل سره سم یې هلته مېشتو امریکایي وګړو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.
په خبرپاڼه کې راغلي، له وتلو مخکې دې امریکایي وګړي اړینې احتیاطي چارې ترسره کړي او د خپل چاپېریال په اړه دې پوره پام وکړي. د وزارت د معلوماتو له مخې، داسې راپورونه ترلاسه شوي چې وسلهوالې ملېشې، چې د «کولیکتیفوس» په نوم پېژندل کېږي، پر سړکونو پوستې جوړوي او موټرونه تلاشي کوي څو د امریکا تابعیت یا د متحده ایالاتو د ملاتړ نښې ومومي، هغوی ښکته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې د ځمکني سفر پر مهال دې ډېر احتیاط وکړي، له وضعیت دې ځان خبر وساتي او د وروستیو معلوماتو لپاره دې د هوايي شرکتونو اعلانونه او وېبسایټونه تعقیب کړي.



