ټولګټو وزارت: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۵۸ زره مټریک ټنه توکي ليږدول شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د ټولګټو وزارت د راپور له مخې، د روان ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۵۷،۹۹۹ مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د وزارت په وینا، له حیرتان بندر څخه ۱۰۶،۹۸۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷،۷۸۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸،۹۸۱ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۲۴،۲۵۴ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
همدارنګه په همدې موده کې ۱۲۶ ټنه صادرات شوي چې ډېری یې وچه مېوه ده.



