ولسمشر ټرمپ: په نړیوال قانون نه پوهېږم او نه پرې باور لرم یوازې د امریکا ګټې پېژنم

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د نړیوالو اصولو او قوانینو پر وړاندې خپله بېباوري څرګنده کړې ده.
ټرمپ ویلي، “زه نه په نړیوال قانون پوهېږم او نه پرې باور لرم، ځکه چې کله څوک په یوه شي ونهپوهېږي، نو پرې باور هم نه شي کولی.”
نوموړي زیاته کړې، چې دی یوازې د امریکا ستراتیژیکو او ملي ګټو ته ارزښت ورکوي او هڅه کوي، چې د دغو ګټو د تحقق لپاره هر ممکن اقدام ترسره کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، د امریکا ځانګړو ځواکونو تېره اوونۍ وینزوېلا کې ځانګړي عملیات ترسره کړل او د ولسمشر مادورو په ګډون یې د هغه ښځه هم وتښتول ټرمپ دغه راز د کولمبیا په ګډون د لاتینې امریکا نورو هېوادونو ته هم ګواښونه کړي دي.



