عبدالملک حوثي: د بلواګرو پر وړاندې د ایراني حکومت پر وخت اقدامات د ستاینې وړ دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر «عبدالملک بدرالدین الحوثي» د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري د وروستیو بلواوو پر وړاندې ترسره شوي اقدامات ستایلي او هغه یې پر وخت او پیاوړي بللي دي.

حوثي په یوې وینا کې ویلي، چې د ایران اسلامي نظام د پردیو له لوري د تمویلېدونکو فتنو پر وړاندې هوښیار دریځ خپل کړی او امنیتي ځواکونو یې په بېړه د توطیو مخه نیولې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د یمن ولس او د دې هېواد وسله‌وال ځواکونه د ایران له اسلامي جمهوریت سره خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي، ځکه دا یو داسې نظام دی چې د اسلام، ازادۍ او د ظالمانو پر وړاندې د مقاومت سمبول بلل کېږي.

هغه زیاته کړه، ایران د سیمې د دښمنانو لکه امریکا او اسرائیلو پر وړاندې تل قوي پاتې شوی او دا وار هم بریالی و، چې د هغوی دسیسې شنډې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button