امریکایي پوځ یوځل بیا سوریه کې د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د امریکا مرکزي قومنداني (CENTCOM) په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د شنبې په ورځ یې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د داعش وسله‌والې ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دا بریدونه د تېر میلادي کال د دسمبر په ۱۳مه د سوریې په “پالمیرا” ښار کې پر امریکایي پوځیانو د ترسره شوي برید په غبرګون کې ترسره شول، چې پکې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړن وژل شوي وو.

امریکایي چارواکو ویلي، چې د داعش پر ضد دا تازه عملیات د هغو هڅو دوام دی، چې هدف یې په سیمه کې د دې ډلې کمزوري کول او د امریکا پر سرتېرو د بریدونو مخنیوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د دسمبر په ۱۹مه امریکایي ځواکونو د سوریې پلازمېنه دمشق کې د داعش د وسلو زېرمې او مرکزونه په نښه کړي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button