چارواکي: د روزګان څلور ولسوالۍ د طالب وسله والو تر برید لاندې دي

کابل ټکی کام ۲۵وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د روزګان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی، چې د دې ولایت ۴ولسوالۍ لا تر دا مهاله د طالب وسله والو د سختو بریدونو سره مخ دي، او جګړې زور نیولی دی.

د روزګان ولایت د امنیت آمر رحیم الله خان وايي چې طالب وسله والو په دغه ولایت کې اکثره سیمې تر سختو بریدونو لاندې نیولي، خو وایي چې دوی طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي مشران وايي چې پولیس د یو څه مقاومت  وروسته تېښتې ته اړ کیږي، او پوستې طالبانو ته پرېږدي.

طالبانو رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې ډېری سیمې د دوی تر ولکې لاندې دي، او د روزګان د ولسوالۍ په مرکز کې جګړه دوام لري، چې یو ماموریت او د بازار څه حصه یې نیولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button