چارواکي: د کابل پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې سرتېری برید شوی دی
کابل ټکی کام ۲۴وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د کابل د امنیه قمندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشر فریدون عبیدي وايي چې د پغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې سرتیری برید شوې دی.
دی وایي چې په دې حمله کې د پغمان ولسوالۍ د امنیه قمندانۍ د جنایې آمر در محمد خان وژل شوی دی.
لا تر دا مهاله د دې پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د برید په اړه ویلي دي چې:
یاد برید په مونږ پورې اړه لري، چې د پغمان د امنیه قمندانۍ د جنایې آمر در محمد خان په شمول په لسګونه نور پولیس وژل شوي او نور ګڼ شمېر ژوبل دي.



