مکرون: که اروپایي هېوادونه د امریکا په تمه پاتې شي د سقوط له ګواښ سره به مخ شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د فرانسې ولسمشر “ایمانویل مکرون” خبرداری ورکړی، که اروپایي هېوادونه د امریکا په تمه پاتې شي، ښایي ډېر ژر له سقوط سره مخ شي.

نوموړي ویلي، چې اروپایي هېوادونه باید نور راویښ شي او د خپل امنیت او راتلونکي لپاره په خپله جدي ګامونه پورته کړي.

مکرون پر ټولو اروپایي هېوادونو غږ کړی چې د راتلونکي په اړه ګډ، خپلواک او عملي تصمیمونه ونیسي او پر نورو له تکیې پرته د خپلو ګټو ساتنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button