نیویارک ټایمز: د ایران بریدونو کې ۲۲۸ امریکايي پوځي تأسیسات زیانمن شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
‏د نیویارک ټایمز یوې ځانګړې څېړنې ښودلې چې ایران د روانې جګړې له پیل راهیسې د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۲۸ پوځي تأسیسات ویجاړ یا زیانمن کړي دي.
د راپور له مخې، تر اوسه دا نه ده روښانه شوي چې یاد تأسیسات په کومو سیمو کې له منځه تللي او یا یې مالي ارزښت څومره دی.
راپور زیاتوي، پر ایران د امریکا او اسرائیلو په ګډو بریدونو کې د هوا، سمندر او د خلیجي هېوادونو له خاورې استفاده شوې وه، چې وروسته تهران د سعودي عربستان په ګډون په یو شمېر خلیجي هېوادونو کې امریکايي اډې په نښه کړې.
د نیویارک ټایمز دغه تازه تحلیل د ویجاړۍ کچه تر هغو ارقامو ډېره لوړه ښيي چې تر دې وړاندې راپور شوي وو.
ایران تر دې مخکې هم ویلي وو چې د امریکا د پوځي حضور او سیمه‌ییزو اډو پر ضد یې غبرګوني بریدونه ترسره کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button