ملا عبدالواسع د المدینه شرکت له مسئولینو سره د ډیجیټلي سیستمونو پر پانګونې خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په ارګ کې د المدینه ډیولپمنټ سپلای ال ال سي شرکت له رئیسې شهلا هوپر جمال سره په لیدنه کې په افغانستان کې د اداري سیستمونو د ډیجیټلي کولو او د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي.
د المدینه شرکت مسئولینو ويلي، دوی غواړي د ATM کارتونو، برېښنایي پاسپورټونو، موټر چلولو جوازونو او د احصائیې ادارې لپاره د ځانګړو پروګرامونو په برخو کې پانګونه وکړي.
ډاکټر ملا عبدالواسع د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي دي، چې اسلامي امارت پانګه والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.



