د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او اوبیزو سرچینو د اغېزناک مدیریت لپاره مهمې پرېکړې وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مالیې، کلیو د بیارغاونې او پراختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو د مسئولینو او د انرژۍ او اوبو وزارت د استازو په حضور کې د هېواد د اوبیزو سرچینو د اغېزناک مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په اړه غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي او کرنیزو ځمکو ته د اوبو د رسولو پر مهموالي ټینګار وشو.
غونډه کې د چکډېمونو او اوبو بندونو د جوړولو د پروژو پر دوام، د ځمکې لاندې اوبو د خوندي ساتنې او د اوبو د سم مصرف په اړه بحث وشو. همداراز د کرنیزو کانالونو جوړولو، د څاڅکو اوبو لګولو سیستم پراختیا او له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزناک استفادې لپاره لازمې پرېکړې هم وشوې.



