د صهيونيستي رژيم هوايي برید کې د حماس د مشر خلیل الحیه زوی شهيد شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷، غویی، ۱۴۰۵ ل )

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” ویلي چې د دغې ډلې د مشر “خلیل الحیه” زوی، عزام الحیه، د غزې ښار په دراج سیمه کې د صهيونيستي ترهګر رژيم په یوه هوايي برید کې شهید شوی دی.
خلیل الحیه له الجزیرې ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، په دغه برید کې د عزام الحیه او حمزه الشرباصي د شهادت تر څنګ څو نور کسان هم سخت ټپیان شوي دي.
هغه دا برید د فلسطیني ولس پر وړاندې د صهیونیستي ریژیم د روانو بریدونو دوام بللی او ویلي یې دي چې ترهګر ریژیم هڅه کوي د وژنو، ترهګرۍ او وېرې خپرولو له لارې پر فلسطیني مذاکره کوونکو فشار راوړي.
الحیه زیاته کړې چې د برید اصلي موخه دا پیغام ورکول وو چې نه مشران او نه هم د هغوی کورنۍ له بریدونو خوندي دي. د هغه په وینا، هدفي وژنې او ترور د اسرائیلو د منظمې تګلارې برخه ګرځېدلې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ساعته وړاندې د اسرائیلو په نورو بریدونو کې د یوه پولیس افسر په ګډون پنځه فلسطینیان شهیدان شوي وو. راپورونه وايي، په دغو بریدونو کې ملکي غونډې او د پولیسو یو موټر هم په نښه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button